CRI Online

د مراکش سمندري ځواکونو د مديترانې په سمندر کې ۶۱۵ ناقانونه کډوال وژغورل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-09 15:40:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مراکش پوځ د اکتوبر په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د روانې مياشتې په ۶مه او ۷مه نېټه د مديترانې په سمندر کې ۶۱۵ ناقانونه کډوال ژغورلي دي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د مراکش سمندري ځواکونو په دوو ورځو کې د مديترانې په سمندر کې د هغو ۳۱ رابري کشتيو سره مرسته کړې او پکې سپاره يې ژغورلي دي. په دې کښتيو کې ۶۱۵ ناقانونه کډوالو شتون درلود او يو شمېر يې ډېرې زړې دي چې تر ژغورنې وروسته په سمندر کې ډوبې کړای شولې دي. ټول ژغورل شوي کډوال په ښه روغتيايي حالت کې دي او نږدې بندر ته لېږدول شوي دي.

د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د مراکش ځواکونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو په همدې ورځ د شمال په سمندر کې ۳۷ ناقانونه کډوال وژغورل.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای