د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سويدن د علومو شاهي اکاډمۍ د اکتوبر په ۸مه نېټه اعلان وکړ چې د ۲۰۱۸ کال د نوبل د اقتصاد جايزه به امريکايي اقتصاد پوهانو ويليام دي نوردهاوس او پولم رومر ته ورکړل شي څو چې د دواملرونکي اقتصادي زياتوالي د څېړنې په برخه کې د دوی غوره خدمتونه وپېژندل شي.
د يادې اکاډمۍ دايمي سکريتر ګورن هانسون په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونده کې د يادې جايزې د ګټونکو نومونه اعلان کړل.هغه وويل چې روان کال د اقتصاد جايزې دوه ګټونکو د اوسنيو تر ټولو بنسټيزو او بيړنيو مسئلو د حل لپاره لارې چارې طرحه کړي دي،مثلا د اوږدې مودې دواملرونکي اقتصادي پرمختګ څنګه رامنځته شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |