CRI Online

د مصر امنيتي ځواکونو شمالي سينا ولايت کې ۵۲ وسله وال ووژل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-09 15:49:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مصر پوځ د اکتوبر په ۸مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په دې وروستيو ورځو کې په شمالي سينا ولايت کې د ترهګرۍ پر ضد عملياتو کې لږ تر لږه ۵۲ وسله وال وژلي دي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د مصر امنيتي ځواکونو ۵۲ وسله وال وژلي او زيات شمېر ټوپکونه، مهمات، لاسي بمونه او مخابراتي تجهيزات يې نيولي او ۲۶ موټرونه او ۵۲ موټرسايکلونه يې ويجاړ کړي دي.

بر سېره پر دې، په دې وروستيو کې د مصر په لوېديځ کې د مصر او ليبيا ترمنځ د پولې په سيمه کې، مصري امنيتي ځواکونو د وسله والو ۲۸ موټرونه ويجاړ کړي کوم چې د مصر لوېديځې خاورې ته د ننوتلو لپاره کارول کېده، او ۲۲۲۷ غيرقانوني کډوال يې هم نيولي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای