CRI Online

چين د امريکا دښمن نه دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-09 19:26:25

د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس څو ورځې مخکې په يوه وينا کې د چين پر کورنيو او بهرنيو تګلارو ډول ډول بې دليله نيوکې وکړې چې دا وينا د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د سړېدو سبب کرځېدلې. د چين حکومت په کلکه توګه د پينس دغه وينا رد کړې او ويلي يې دي چې دغه وينا بې بنسټه ده. دغه وينا د امريکا د بهرنيو چارو د پخوانيو وزيرانو له خوا هم غندل شوې ده. د امريکا د بهرنيو چارو پخوانيو وزيرانو کولين پاول او مډيلين البريت په ګډه د امريکا د سي ان ان له مشهور وياند فريد زاکاريا سره په مرکه کې په څرګنده توګه وويل، چې چين د امريکا دښمن نه دی، امريکا بايد له چين سره نوې سړه جګړه و نه کړي.

البريت دې ته اشاره وکړه چې بې له شک چين د لوړاوي پر لور لوی هېواد دی، ځکه له يوې خوا دا د چين د خپل تاريخ او د چينايانو د کوښښونو نتيجه ده، له بلې خوا امريکا خپل نړيوال مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی او د چين د لوړاوي لپاره زمينه برابره شوې ده.

پاول وويل، چې د چين پرمختګ امريکا ته زياتې ګټې رسولې دي. د ټيټې بيې او ښه کيفيت چيني توليداتو د امريکايي خلکو اړتياوې پوره کړې. اوس امريکا له چين سره سوداګريزه جګړه کوي چې په نتيجه کې يې امريکايي مشتريان زيانمن دي.

پاول پخوا د ملي امنيت په اړه د امريکا د ولسمشر مرستيال، د امريکايي ځواکونو د د لويې درستيزولۍ د مجلس مشر او د بهرنيو چارو وزير و، نو د امريکا او چين ترمنځ د زور ازموينې او ديپلوماتيکې همکارۍ په دواړو برخو کې ژوره پوهه لري. نو د ده په اند مسئلې بايد د ديپلوماتيک ډيالوګ له لارې حل شي. نوموړي د خپل ماموريت په موده کې په جنوبي سمندرګي کې د چيني اوامريکايي جنګي الوتکو ترمنځ د ټکر پېښه د يوې بېلګې په توګه ياده کړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې امريکا بايد د مقابلې خوا درناوی وکړي، نه دا چې هميشه مقابلې خوا ته ګواښ وکړي، او بايد د کوچنيو پېښو د سختوالي مخه ونيسي. پاول په جدي توګه څرګنده کړه چې امريکا بايد د ډيالوګ او تماس لارې چارې ومومي او د نورو هېوادونو او امريکا ترمنځ توپيرونه بايد ومني.

د امريکا د بهرنيو چارو بل پخوانی وزير هينري کيسينګر چې له چين سره د امريکا د تماسونو بنسټګر دی، وويل، چې د ده په اند چين د نړيوال نظام د ابادۍ د پټ ملګری دی، که نه، نړۍ به په شخړو کې ډوبه شي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د چين او امريکا ترمنځ مسئله د سيالۍ نتيجه نه ده، بلکې دا ده چې دواړه خواوې څرنګه ديالوګ وساتي څو نړيوال نظام او عدالت ته دوام ورکړي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې چينايان پاليسي د اوږد مهالي بهير په توګه بولي او د پاليسۍ د پلي کېدو لپاره دوامداره هلې ځلې کوي، خو امريکايان غواړي سمدلاسه د پاليسۍ نتيجه تر لاسه کړي. دا د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو اترو کې ښکاره شوې چې امريکايان غواړي په لنډ وخت کې مسئلې حل کړي، خو چينايان اوږد مهاله هدف لري. د هغه په اند چين او امريکا بايد يو له بل څخه زده کړه وکړي.

(ژباوړنکې: ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای