CRI Online

د برقي سپورټ په اسيايي لوبو کې د شاملولو په اړه بېلابېلې نظريې شته

cri     (GMT+08:00) 2018-10-09 21:05:02

د جاکارتا په اسيايي لوبو کې د برقي سپورټ خپله لومړۍ ننداره تر سره شوې ده. دغه نوی سپورټ يو ځل بيا د خلکو سترګې ځان ته جلب کړې دي. د برقي سپورټ مينه وال ډېر خوشحاله دي چې دغه سپورټ د ټولنې لخوا منل شوی دی. خو ځيني کارپوهان او ډېر پلرونه او ميندې فکر کوي چې دا به ماشومانو او ځوانانو ته غلطې لارښوونې ورکړي.

برقي سپورټ له برقي لوبو سره پوره يو شان دی؟

د برقي سپورټ ضد ډېر کسان فکر کوي چې د برقي سپورټ او برقي لوبو ترمنځ په اصل کې هيڅ توپير نه شته.

خو د اولمپيک اسيايي کميټې افتخاري دايمي مرستيال وې جي جونګ سږکال د برقي سپورټ د نړيوالې سيالۍ د مېلمه په توګه وويل، موږ بايد برقي سپورټ او برقي لوبو ته په يوه سترګه و نه ګورو. برقي لوبې څو بد اړخونه لري، خو برقي سپورټ يې ښه اړخ دی. برقي سپورټ کولی شي چې د برقي لوبو نيمګړتياوې سمې کړي.

په دې اړه وې جي جونګ ډېر توضيحات ور نه کړل. خو د چين د برقي سپورټ د يوې ډېرې پياوړې ډلې مطبوعاتي وياند لي جې مينګ وويل، برقي سپورټ د پړاو ميکانيزم او مقررات لري، په هر پړاو کې به غالب او مغلوب رامنځته شي، خو برقي لوبې د وخت او پړاو په اړه محدوديت نه لري چې ښايي ډېر کسان پکې احساساتي کېږي او ډوبېږي.

د لي جې مينګ په فکر، د برقي لوبو او برقي سپورټ ترمنځ توپير د تفريح او مسلک ترمنځ له توپير سره ورته دی. د برقي سپورټ لوبغاړی بايد د کلب ګډ تمرينونه وکړي او د کلب تر ادارې لاندې وي، هره ورځ ډېر سخت تمرينونه لري او بايد هڅه وکړي څو په سيالۍ کې برخه ولري. داسې ټول د فوټبال او باسکيټبال د لوبغاړي د کوشش کولو له بهير سره يو شان دی.

د مالوماتو له مخې، د برقي سپورټ مسلکي لوبغاړي د چلولو سرعت ډېر لوړ معيار ته اړتيا لري. يو څو مسلکي لوبغاړي حتی په چلولو کې د ګړندي سرعت له امله لاسي تشنج پېښې رامنځته شوې او مجبور و چې خپلې سيالۍ بندې کړي.

په جاکارتا کې د اسيايي لوبو په وخت کې د چين د برقي سپورټ د ستوري جيان جي هاو يو شعار ، چې زه به تاسو ته ووايم چې د برقي سپورټ او برقي لوبو ترمنځ توپير څه دی، ټپي کېدنه او ناروغي د لوړې کچې لوبغاړي نښه ده، په انټرنيټ کې خپور شوی دی. په دې شعار کې ويل شوي، په اوږدمهال کې د ګړندې سرعت د چلولو له امله يې لاسونه، شا او اوږه ناروغه دي. دا د مسلکي لوبغاړي نرخ دی چې د نورو سپورټونو له لوبغاړو سره يو شان دی.

د اسيا د برقي سپورټ د ګډې ټولنې مشر هو چي ګانګ په شخصي ويبپاڼو کې د جيان جي هاو ياد شعار شريک کړ. هغه هم وويل، موږ بايد په تعليمي برخه کې نوره زياته هڅه وکړو څو نه يوازې ځوانان په سمه توګه برقي سپورټ وګوري، بلکې پلرونه او ميندې هم پرې سم نظر ولري. برقي سپورټ نه يوازې د سيالۍ په شمول دی، د دې تر شا يو ډېر لوی صنعت دی. ځوانان ښايي په بېلابېلو برخو کې کار وکړي، لکه د روزونکي په توګه، مينجر، د سيالۍ تنظيموونکی يا چلوونکي په توګه. دا يو عادي کار دی.

خو د برقي سپورټ ضد يو کس فکر کوي چې هم برقي لوبې هم برقي سپورټ د لوبو د شرکتونو تر کنټرول لاندې دي او په حقيقت کې يو شان دي. د لوبو پر ځای سپورټ نومېدل يوازې د دې لپاره چې له عادي افکارو څخه وتښتي.

خو موږ کولی نه شو چې برقي لوبې بندې کړو. نو د برقي لوبو د کنټرول کليدي ټکی د ماشومانو او ځوانانو ساتنه ده. اړوند کارپوه وغوښتل چې د برقي لوبو او سپورټ په اړه ساينسي څېړنه وکړي په تېره بيا د هغوی نيمګړتياوې. هغه فکر کوي چې د برقي سپورټ په اړه صنعت به ډېرې فايدې تر لاسه کړي، خو موږ بايد نه يوازې لنډمهالو اقتصادي ګټو ته وګورو، بلکې د ټولنې، کلتور او ځوانان لپاره اغېزې يې هم په نظر کې ونيسو.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای