CRI Online

اردن او اسرائيل نوي سفيران تبادله کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 09:29:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،په اسرائيلو کې د اردن نوي سفير غسان مجلی په رسمي توګه د اکتوبر په ۹مه نېټه خپله دنده پيل کړله. يوه مياشت دمخه په اردن کې د اسرائيلو نوی سفير امير ويسبروډ د اردن پاچا عبدالله دويم ته باور ليک وړاندې کړ. د نوي سفيرانو تبادله د دواړو هېوادونو ترمنځ د عادي رسمي اړيکو پيلول دي.

د تېر کال د جولای په ۲۳مه نېټه په اردن کې د اسرائيلو په سفارت کې د ډزو يوه پېښه وشوه. د سفارت يو امنيتي ساتونکي له يو اردني سره د شخړې په ترڅ کې د چاقو په واسطه ټپي شو او وروسته يې په ډزو دوه اردنيان ووژل . په هغه وخت کې په اردن کې د اسرائيلو سفير اينات سچلين له ياد امنيتي ساتونکي سره اسرائيلو ته ستون شو. د روان کال په جنورۍ کې اردن څرګنده کړه چې اسرائيلو د يادې پېښې په اړه له اردن څخه بخښنه غوښتې او ژمنه يې کړې چې د وژل شويو کورنيو ته به خساره ورکړي او په دې اړه به قضايي څېړنو ته دوام ورکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای