CRI Online

هو چون هوا د چين د لومړۍ دورې د وارداتو نندارتون په تمريني پړاو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 10:00:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د لومړۍ دورې د وارداتو نندارتون بشپړ تمرين د اکتوبر په ۹مه نېټه په شانګهای کې تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم هو چون هوا په اړوند فعاليت کې وينا وکړه. هغه وويل، بايد د عمومي سرمنشي شي جين پينګ مهمې لارښوونې جدي وګڼل شي، بايد ګوند د مرکزي کمېسيون او دولتي شورا د پرېکړو او ترتيباتو له مخې تمرين ته لومړيتوب ورکول شي، بايد په وروستي مرحله کې د بېلابېلو چمتوالو چارو ته وده ورکول شي تر څو ياد نندارتون بريالي شي.

هو چون هوا وغوښتل چې په دوامدار ډول اړوندې طرحې بشپړې شي څو د بهرنيو چارو مهم فعاليتونه په ښه دول تر سره شي او امنيت يې وساتل شي. د ياد تمرين له پيل مخکې هو چون هوا د نندارتون د اصلاح او تنظيم حالت له نژدې وکوت.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای