CRI Online

د نړيوال پولي صندوق چارواکی:بايد له لاپراخ ليد څخه د چين او افريقا همکاريو ته وکتل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 10:19:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د نړيوال پولي صندوق د افريقايي څانګې مدير ابيبي سيلاسي په دې وروستيو ورځو کې خبريال ته وويل چې موږ بايد د لوېديځي فکرونو له تاثير څخه ځانونه وساتو او د پراخې نظريې او د دواملرونکي پرمختګ له لحاظه د چين او افريقا ترمنځ همکاريو ته وګورو.

په دې وروستيو کې ځينو لوېديځو رسنيو د چين د پور ټرپ تيوري په نوم په افريقا کې د چين د لويې پيمانې د بنسټيزو تاًسيساتو پر جوړولو نيوکه وکړه. ابيبي وويل چې اوس مهال له ۶ څخه تر ۷ پورې افريقايي هېوادونو د پور بحران يا د پور بحران سره د لوړ خطر په چاپيريال کې ښکاري او پور اخيستونکي يې د چين په پرتله مختلف نړيوال کريډيټران دي،په افريقا کې د چين پانګې اچونې پروژې د دغو سيمو لخوا اړينې دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای