CRI Online

لي که چيانګ به د اسيا او اروپا درېيو هېوادونو ته سفرونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 15:33:21
لي که چيانګ به د اسيا او اروپا درېيو هېوادونو ته سفرونه وکړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د تاجکستان، هالند، بلژيک او د اروپايي ټولنې د مشرانو په بلنه، د چين صدراعظم لي که چيانګ به د اکتوبر له يوولسمې نېټې څخه تر نولسمې نېټې پورې د اسيا او اروپا درېيو هېوادونو ته سفرونه وکړي، په دوشنبه کې به د شانګهای همکارۍ سازمان د صدراعظمانو په غونډه کې او په پروکسيل کې د اسيايي او اروپايي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې هم ګډون وکړي. د اکتوبر په نهمه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې ناستې په جوړولو سره وويل، صدراعظم لي که چيانګ به د دې سفر په ترڅ کې له اړوندو خواوو سره د څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ د ګډې ساتنې په اړه خبرې وکړي.

تاجکستان د چين په شمال لوېديځ کې يو ګاونډی هېواد دی. صدراعظم لي که چيانګ به د اکتوبر له يوولسمې نېټې څخه تر څوارلسمې نېټې پورې د دې هېواد په پلازمينه دوشنبه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د صدراعظمانو په اوولسمه غونډه کې ګډون وکړي او له دې هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي. د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال جانګ هان هوی وويل، د لي که چيانګ دغه سفر د شانګهای همکارۍ سازمان د چينګداو په سرمشريزه غونډه کې د تر لاسه شوي برياليتوب د پلې کېدو لپاره ستر اهميت لري. هغه وويل

((لي که چيانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د صدراعظمانو په غونډه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته تلل د روان کال په دوهمه نيمايي کې د چين يو ستر ديپلوماتيک عمل دی. د دې غونډې په ترڅ کې به صدراعظم لي که چيانګ وړانديزونه وکړي چې بايد په ګډه له يواړخيزم او د سوداګرۍ له ساتنې غوښتنې سره مخالفت وشي، پرانيستي نړيوال اقتصاد دې جوړ شي او د شانګهای همکارۍ سازمان د برخليک ګډه او نږدې ټولنه دې جوړه شي. لي که چيانګ به د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په بهير کې د همکارۍ، د اقتصاد او سوداګرۍ، توليدي توان، لاس رسي او کلتور په برخو کې د همکارۍ په هکله د نورو هېوادونو له مشرانو سره بحثونه وکړي، يو شمېر نوې موافقې به تر لاسه شي او د سيمه ييزو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسول شي. ))

له تاجکستان څخه د ليدنې په وخت کې به لي که چيانګ د دې هېواد له مشرانو سره د دوه اړخيزو اړيکو او د سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادله وکړي.

په روان کال کې د فرانسې، بريتانيا او جرمني په شمول د ځينو اروپايي هېوادونو مشرانو چين ته سفرونه کړي، د چين او اروپايي هېوادونو د مشرانو غونډه هم په تېر جولای کې په بېجينګ کې ترسره شوه. لي که چيانګ هالند او بلژيک ته سفر کوي او د اسيايي او اروپايي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون کوي، د روان کال په دوهمه نيمايي کې د چين او اروپا ترمنځ بله عالي رتبه تبادله ده.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وزير وانګ چاو وويل:

(( هالند او بلژيک ته د صدراعظم لي که چيانګ سفرونه له دغو دوو هېوادونو سره د اړيکو د پرمختګ د هڅولو او د چين او اروپا ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګولو لپاره ستر اهميت لري. چين هيله لري چې د دې سفر له کبله به له هالند او بلژيک ترمنځ ستراتيژيکې تبادلې زياتې کړي، متقابل تفاهم او سياسي باور به پياوړی کړي او د چين او اروپا ترمنځ د همکارۍ لپاره به نوی حياتي ځواک برابر کړي. ))

د اسيا او اروپا د هېوادونو مشرانو دوولسمه غونډه به د اکتوبر په اتلسمه او نولسمه نېټه په بروکسيل کې تر سره شي. د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال جانګ جون وويل، صدراعظم لي که چيانګ به په دې غونډه کې ګډون وکړي او په ترڅ کې به په نوې زمانه کې د اسيا او اروپا ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ټينګښت او په ګډه له ننګونو سره د مقابلې ستر اهميت بيان کړي او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په هکله به خپلې نظريې څرګندې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای