CRI Online

ډونالډ ټرمپ: د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ دوهمه ليدنه به د امريکا له منځ مهالو لويو ټاکنو وروسته تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 16:02:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۹مه نېټه په غونډه کې د ګډون لپاره اوا ښار ته د تګ په لاره کې رسنيو ته وويل، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له ستر رهبر کيم جونګ اون سره دوهمه ليدنه به د نومبر په ۶مه نېټه د امريکا له منځ مهالو لويو ټاکنو وروسته تر سره شي. اوس هغه د لويو ټاکنو په اړوندو چارو بوخت دی او له خپل هېواد څخه نه شي وتلی.

مخکې له دې نه ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته ويلي وو، چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ديموکراتيکې کوريا ته د سفر په وخت کې له کيم جونګ اون سره خبرې اترې ډېرې ګټورې او مثبتې وي. اوس دواړه هېوادونه د ليدنې پلان جوړوي. د ليدنې لپاره به له درېو يا څلورو ځايونو څخه يو غوره کړي، خو امکان نه لري چې يو ځل بيا په سينګاپور کې تر سره شي.

له دې وروسته پومپيو رسنيو ته وويل، ديموکراتيکې کوريا ته زما سفر رښتينی پرمختګ تر لاسه کړی دی. سره له دې چې د دواړو خواوو په وړاندې ډېر کارونه موجود دي، خو له ديموکراتيکې کوريا څخه د اټومي وسلو د پوره پاکولو لاره ليدلی شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای