CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت:د امريکا او چين اړيکې ډېرې مهمې دي او ساتل کېدو ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 17:22:37

د سينوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند هيتحير ناويرټ د اکتوبر په نهمه نېټه وويل، د امريکا او چين اړيکې ډېرې مهمې دي او دواړه خواوې يې دې په ګډه وساتي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د امريکا او چين ترمنځ سيالي شته ده، خو اړيکې يې پيچلې دي او بنسټ يې پراخ دی، دواړه غاړې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د اټومي مسئلې په شمول زياتو برخو کې ګډې ګټې لري او په ځينو نورو برخو کې هم د نظر توپيرونه لري،خو دواړه خواوې به د دغو مسئلو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په اتمه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره د کتنې پرمهال وويل، سږکال د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټېنګېدو اعلاميې د خپرېدو له ۴۰ مې کاليزې سره برابر دی.له څلوېښتو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ يوه مهمه تجربه ښيي، که چين او امريکا يو له بل سره همکاري وکړي، نو دا د دواړو لوريو په ګټه ده او که مقابله سره وکړي،بيا به دواړه ناکام شي. همکاري د دواړو خواوو يوازينی او سم انتخاب دی. چين به پر سوله ييز پرمختګ ټينګار وکړي، اصلاحاتو ته به دوام ورکړي او ورخلاصون به پياوړی کړي. امريکا دې په سمه توګه د چين د پرمختګ لوری وپېژني، په بې اساس ډول دې د چين غندنه ونه کړي او د چين مهمې ګټې دې نه خرابوي.

پومپيو په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا او چين په زياتو مسئلو کې ډېر څرګند توپيرونه لري، خو امريکا د چين د ودې مخالفت نه کوي او په بشپړه توګه د چين د پاليسيو مخنيوی نه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای