CRI Online

چين، روسيه او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په دې اړه د نظريو يووالي ته ورسيدل چې د کوريا ټاپووزمې مسئله بايد په سوله ييزه ديپلوماتيکه لاره حل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 19:31:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين، روسيې او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ترمنځ درې اړخيزه غونډه د اکتوبر په ۹مه نېټه په روسيه کې تر سره شوه چې د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کون شون يو، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اګور مورګولوف او د ديموکراتيکې کوريا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې چوی سون هوی د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په اړه سلامشورې وکړې. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په ۱۰مه نېټه وويل، له دې غونډې څخه دا پيغام ليږل شوی چې د کوريا ټاپووزمې مسئله بايد په سوله ييزه سياسي او ديپلوماتيکه لاره حل شي.

لونګ کانګ په همدې ورځ په يوه نوبي خبري ناسته کې وويل، درې واړه خواوې په دې وروستيو کې د کوريا ټاپووزمې په حالاتو کې د رامنځته شوي مثبت بدلون له امله خوښې دي او د کوريا ټاپووزمې د سياسي حل بهير د چټکوالي لپاره د اړوندو خواوو د کوښښونو ملاتړ کوي. د درې واړو خواوو په اند له کوريا ټاووزمې څخه د اټومي وسيلو د پاکولو او د سوله ييز ميکانيزم د وړونې بهير ته بايد پرمختګ ورکړل شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای