CRI Online

شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د مالي او اقتصادي کميټې د درېيمې غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 20:39:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کميټې او د مرکزي کميسيون د مالي او اقتصادي کميټې مشر شي جين پينګ د اکتوبر په لسمه نېټه د يادې مالي او اقتصادي کميټې د درېيمې غونډې مشري وکړه چې د طبيعي ناورينونو د مخنيوي او پر وړاندې يې د مبارزې په برخه کې د چين د توان او د سه چوان او شي زانګ ترمنځ د اوسپنيزې لارې د طرح په شمول د مسئلو څېړل د غونډې اصلي موضوع وه. شي جين پينګ په دې غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د طبيعي ناورينونو مخنيوی او ورسره مبارزه له دولتي ګټو او د خلکو له ژوند سره اړه لري، نو د طبيعي ناورينونو پر ضد بايد د لوړ اغيزمنتوب علمي سيستم جوړ کړو، څو د خلکو د سر او مال امنيت وساتل شي او د هېواد امنيت تامين شي، د سه چوان او شي زانګ ترمنځ د اوسپيزې لارې جوړونه د هېواد له دايمي ارامۍ او د شي زانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري، نو بايد دغه مهم کار په ښه توګه تر سره کړو.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای