CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: هېڅ هېواد د چين د بيارغونې وړتيا نه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 21:20:20

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په لسمه نېټه د چين د بيارغونې په اړه د امريکا د مشرانو تازه څرګندونو ته د ځواب ورکولو پر مهال وويل، هغه څرګندونې چې وايي چين د پرمختګ برياليتوبونه د امريکا په اتکا ترلاسه شوي،بلکل له حقيقت سره سمون نه خوري او هېڅ منطق يې نه قبلوي. امکان نه لري چې د چين پرمختګ د نورو د احسان په اتکا رامنځته شوی، هيڅ هېواد د چين د بيا رغونې وړتيا نه لري.

پدې وروستيو کې د امريکا مشرانو څوڅو ځلې ويلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له چين سره د امريکا په سوداګرۍ کې ډېر منفي بيلانس رامنځته شوی او چين ته يې ګڼې شتمنۍ ور په برخه کړې او ادعا کوي چې امريکا چين بيا جوړ کړی دی. لو کانګ په لسمه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې پدې هکله وويل، د چين سترې لاسته راوړنې د چين د کمونېست ګوند د سمې لارښوونې او د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي لارې،د ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون او د ټولو چينايانو د کوښښونو او ځيرکتيا پايله ده. امريکا دې خپله رويه سمه کړي، د واقعيت درناوی دې وکړي، په بې اساسه ډول دې د چين غندنه نه کوي، په سمه توګه دې چين او له چين سره خپلو سوداګريزو اړيکو ته وګوري او هغه کارونه دې زيات کړي چې د دواړو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو ټولنو او مشتريانو لپاره ګټور وي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای