CRI Online

د پينس له خبرو سره د چين انټرنيت کاروونکي په خندا شول

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 21:45:28

د چين د ملي جشن په موده کې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس يوه وينا وکړه چې پکې يې د امريکا ځواک وښود او په خپل ګمان يې د چين نيت پکې افشا کړی. د نوموړي دغه وينا په امريکا کې د چين سفارت له خوا په چيني ژبه له ژبارېدو او خپرېدو وروسته هم د چيني انټرنيت کاروونکو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.

پينس په خپله وينا کې له تاريخ څخه تر اوسني حقيقت پورې، له پوځي چارو څخه تر بشري حقونو پورې، له سوداګريزې جګړې څخه د منځنۍ مودې په ټاکنو کې تر لاسوهنې پورې په زياتو برخو کې پر چين نيوکې وکړې، د زياتو تاريخي معلوماتو او پېښو يادونه يې کړې. خو د چين ځوان انټرنيت کاروونکو د کتابونو لوستلو له لارې پيدا کړې چې د پينس له خوا يادو شويو معلوماتو کې زياتې غلطۍ شوې.

د بېلګې په توګه، ښاغلي پينس ويلي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې موږ د چين بيارغونه وکړه. ۲۵ کاله مخکې يعنې په ۱۹۹۲ کال او ۱۹۹۳ کال کې چين د دې له انتخاب سره مخامخ و چې د پرمختګ کومه لار غوره کړي؟ د چين د وخت مشر دنګ شياو پينګ پر اصلاحاتو د ټينګار افکار وړاندې کړل. دغه راز چين په ټينګه د اصلاحاتو، ورخلاصون او بازاري اقتصاد په لوري ګامونه پورته کړل. په عين وخت کې امريکا او نور ځيني لويديځ هېوادونه د پخواني شوراوي اتحاد د ړنګيدو په مناسبت پر لمانځنو او د چين د ګواښونو د نظر په خپرولو بوخت وو. د چين د کورنيو توليداتو ارزښت په ۱۹۹۲کال کې ۲۷۲۰مليارډيوانه و او د ۲۰۱۷ کال په پای کې ۸۲۷۱۰مليارډ يوانو ته زيات شوی، د ۴۰ چنده زياتوالی د چينايانو د کوښښونو نتيجه ده. چين په تاريخ کې ډېر ځله په خپلو کوښښونو بيارغونه کړې، نه پر بهرنيو ځواکونو په تکيې سره، هيڅ بهرنی ځواک دغه توان نه لري. که امريکا په دغه لنډه موده کې د چين بيارغونه کولی شي، نو امريکا د عراق، افغانستان او سوريې په بيارغونه ولې پاتې راغلې؟ نو د چين انټرنيت کاروونکي دا نه مني چې امريکا غواړي د چين د برياليتوب لامل په خپل ځان پورې وتړي.

د پينس په وينا کې ډېر د خندا وړ ټکی دا دی چې د ده په قول (( چين د امريکا يو بل ولسمشر غواړي)). د امريکا انټرنيت کاروونکو په خپلو تبصرو کې څرګنده کړې چې (( دوی هم داسې غواړي. )) په دې هکله مرستيال ولسمشر پينس څه احساس لري؟ د چين انټرنيت کاروونکو ويلي، چې زموږ چين د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاوهنې هيله، علاقه، وخت او انرژي نه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای