د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ميچيل په نوم څلور درجې توپان د اکتوبر په لسمه نېټه د امريکا د فلوريدا ايالت په شمال کې سمندري سيمې ته رسيدلی چې د طوفان او سخت باران له امله لږ تر لږه د يو لک کورونو بريښنا پرې شوې ده.
د امريکا د توپان د څيړنې مرکز د اکتوبر په لسمه نېټه خبرداری ورکړ چې دغه توپان به وروسته د امريکا شمال ختيځ او جنوب ختيځ لور ته ولاړ شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |