CRI Online

د چين استازي پر دې ټينګار وکړ چې د م م د بوديجو مصرفولو په ترڅ کې بايد په هراړخيزه توګه د اغيزو د اداره کولو کارونو ته پام واړولی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 10:38:05

د سين هوااژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شو د م م د ۷۳مې دورې د عمومي اسامبلې د پنځمې دايمی کميټې په اړونده غونډه کې وويل د م م د بوديجو مصرفولو په ترڅ کې بايد په هراړخيزه توګه د اغيزو د اداره کولو کارونو ته پام اړولی شي.

ما جاو شو وويل چې د م م دارالانشأ بايد اغيزمن تدبيرونه غوره کړي چې د پيسو له مصرف وروسته بايد لاسته راوړنې وليدل شي، که لاسته راوړنې نه شته، بايد مسئوليت پر غاړه واخيستل شي او د م م په غړيو هېوادونو کې د خلکو د مالياتو پيسي دې په واقعي توګه اداره شي.چين به په هراړخيزه او ژوره توګه د اړوندو مسئلو په هکله بحثونو کې ګډون وکړي او له غړيو هېوادونو سره يو ځای د کنټرول چارې به تر سره کړي تر څو د م م د بوديجو د اداره کولو کارونه تر زياتې اندازې پورې د غړيو هېوادونو ګټې او غوښتنې څرګندې کړي.

ما جاو شو وويل چې مالي چارې د م م د کارونو تر سره کولو مهم بنسټ دی. چين د م م د ۲۰۱۸ کال د غړيتوب پيسي او بېلا بېل لګښتونه ورکړی دی او هېله لري چې بېلا بېل هېوادونه د م م له څو اړخيزو چارو څخه د ملاتړ کولو لپاره واقعي فعاليتونه تر سره کړي. د دارالانشأ د حسابونو له مخې له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د چين د غړيتوب پيسي او د امنيت ساتلو لګښتونه به ډېر زيات شي. چين لا هم يو پرمختيايي هېواد دی او خپله وړ مالي دنده به پر غاړه ولري، دغه راز دا به تامين کړي چې پيسي په اغيزمنه او معقوله توګه وکارول شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای