CRI Online

د منځنيو او کوچنيو تصديو پنځلسم نړيوال نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 10:46:34

د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د منځنيو او کوچنيو تصديو پنځلسم نړيوال نندارتون د اکتوبر په لسمه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو چې د ۳۹ هېوادونو او سيمو ۶۶۸ بهرنيو تصديو او ۲۳۵۱ کورنيو تصديو په کې ګډون کړی دی.

دغه نندارتون د ځيرکتيا، هوښيارتيا، په ځيرکه توګه د توليد او د انرژيو سپمولو تر مضمون لاندې تر سره کيږي چې د بهرنيو او کورنيو توليداتو د ښودنې دوې سيمې جوړې شوې او د ځيرکو ماشينونو، د منسوجاتو او جامو، د زړو کسانو د پالنې او روغتيا په اړه د توليداتو، د ځانګړو خوراکونو، د ورځني مصرفېدونکو توکو په شمول اته ډوله توليدات پکې ښودل کيږي. په نندارتون کې به د برخوالو سوداګرانو تر منځ د پل جوړولو لپاره د مختلفو ټولنو له مخې فعاليتونه تر سره شي تر څو په نندارتون کې برخوالو تصديو ته د سوداګريزو معاملو اسانتياوې برابرې شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای