CRI Online

د شميرنې له مخې په روان کال کې د بهرنيو هېوادونو د اسهامو په بازارونو کې د چيني تصديو د ګډون عمومي اندازه په څرګنده توګه زياته شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 10:50:18

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ګردې نړۍ د پولي ارقامو د برابروونکي ديالوجيک شرکت د نوې شميرنې له مخې د ۲۰۱۸ کال له پيل څخه تر اوسه پورې د بهرنيو هېوادونو د اسهامو په بازارونو کې په پرانيستې توګه د چيني تصديو لخوا د لومړي ځل لپاره د اسهامو د خپريدو عمومي اندازه نژدې ۳۶ مليارډ امريکايي ډالرو ته رسيدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې برابره زياتې شوې دي.

د شميرنې له مخې روان کال د چيني تصديو لخوا د اسهامو د خپرولو اندازه د ټولې نړۍ د عمومي شمير په سلو کې څه دپاسه شل برخه نيولې ده چې د تېر کال په همدې موده کې اوولس سلنه لوړه ده. خو پنځه کاله مخکې د چيني اسهامو د خپرولو اندازه په ټوله نړۍ کې يوازې لس سلنه برخه نيوله.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای