CRI Online

د چين کلتوري چارو نوی پرمختيايي حالت ښکار شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 10:58:57

د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د اکتوبر په ۱۰ مه نېټه د چين د شمېرنې دولتي ادارې له خوا تازه خپره شوې شمېرنه دا ښيي چې په ۲۰۱۷ کال کې د چين د کلتوري او اړوندو چارو د زياتوالي اندازه ۳۴۷۲ بيليارډ ۲۰۰ مليونو يوانو ته رسيدلې ده چې په جي ډي پي کې يې ۴.۲ سلنه برخه نيولې ده او د وړم کال په پرتله ۰.۰۶ سلنه زياته شوې ده. د اوسنۍ بيې له مخې دغه شمېر د وړم کال په پرتله ۱۲.۸ سلنه زياته شوې او په عين وخت کې په جي ډي پي کې يې ۱.۶ سلنه زياته شوي ده.

د مالوماتو له مخې، د چين د بازاري اقتصاد د پرمختيا او د اصلاحاتو او ورخلاصون د پراختيا سره سم، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې، د چين دولتي شورا او اړوندو وزارتونو د کلتوري چارو پرمختيا په يو مهم ځای کېښودلی،د کلتوري چارو په اړه يې يو لړ پاليسۍ وړاندې کړي، د کلتوري چارو په برخه کې د برابرولو له اړخ نه جوړښتي اصلاحات ژور کړي چې په سيالۍ کې د کلتوري چارو توان څرګند پرمختګ موندلی دی. ځکه د کلتوري چارو زيات ډولونه شته،ځنځير يې اوږد دی او کاري فرصتونه پکې ډېر دي، نو د روزګار د پياوړتيا په اړه هم مهم رول ولري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای