CRI Online

د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې حکومت د امريکا په اړوند راپور کې د انحرافي نظرونو او بې بنسټه تورونو په هکله تأسف څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 11:23:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې حکومت د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د امريکا د کانګرس او د ادارې مقامات د چيني چارو د کميټې لخوا په خپور شوي راپور کې د انحرافي نظرونو او بې بنسټه تورونو په هکله تأسف څرګند کړ. د هانکانګ د حکومت وياند وويل چې د نورو هېوادونو پارلمانونه بايد په هيڅ ډول د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې په کورنيو چارو کې لاس وهنه ونه کړي.

دغه وياند وويل چې بير ته وطن سره د هانکانګ له يو ځای کېدو راهيسې د هانکانګ ځانګړې ادارې سيمې تل د قانوني مقرراتو له مخې په خپله د اداره کولو تدبير عملی کړی او کوي يې چې د يو هېواد او د دوو نظامونو تګلاره په هراړخيزه او بريالۍ توګه عملی شوی. دا په نړيواله ټولنه کې د ليدو وړ دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای