CRI Online

چيني او سويسي چارواکو او عالمانو د نوښت او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په باب بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 15:12:39

د چين د WRSA ټولنې په کوربتوب چې غړي يې له لويديځو هېوادونو څخه چين ته راستون شوي،د ۲۱مې پېړۍ چين په نوم ۱۶ م فورم د اکتوبر په لسمه نېټه د سويس په لوسان کې تر سره شوچې عمده موضوع يې د نوښت په تړاو همکارۍ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه ده.چيني او سويسي چارواکو او عالمانو د يادې موضوع په باب بحثونه وکړل.

د تېر کال په جنوري کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سويس په ژنيو کې نړيوالو ته د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په اړه نظريه څرګنده کړه .دغه فورم هم دې ته پاملرنه کړې چې څنګه د نوښت په تړاو د همکارۍ له لارې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده شي.

ياد فورم چې د چين د WRSA ټولنې له خوا جوړ شوی دی او د تبادلې يو مهم فعاليت ګڼل کيږي او په تېرو پنځلسو کلونو کې په جلا جلا توګه د امريکا، بريټانيا او فرانسې په شمول اروپايي او امريکايي هېوادونو کې تر سره شوی دی او عمده موخه يې دا ده چې د دې ډګر له لارې د چين او بهرنيو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونه په ګډه د ۲۱مې پېړۍ چين ته پاملرنه وکړي او د علمي او کلتوري تبادلې له لارې د دواړو خواوو ترمنځ تفاهم او همکارۍ پياوړې کړي.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د مرستيال مشر او د يادې ټولنې مشر چن جو په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې په ۱۹۵۰ کال کې د چين او سويس ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې دواړو هېوادونو له متقابل اقتصادي پرمختګ څخه ګټې اخيستې دي او يو بل ته يې پرمختيايي فرصتونه برابر کړي او خپلمنځي همکارۍ يې هم پياوړې کړې دي.په ۲۰۰۷ کال کې سويس د لومړۍ ډلې له هغو هېوادونو څخه يو دی چې د چين پوره بازاري اقتصادي مقام يې منلی و.په ۲۰۱۳ کال کې دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړی و چې دا په دې برخه کې د چين او اروپايي هېوادونو ترمنځ او د چين او مخکښو شلو اقتصادي ډلو ترمنځ لومړی تړون هم و.چن جو وويل له څو کلونو راپدېخوا پرمختګ او نوښت د چين او سويس ترمنځ په اړيکو کې د پاملرنې وړ ځانګړتيا ده. په تېره بيا په دې وروستيو کلونو کې چين او سويس د نوښت تر لارښوونې لاندې په هر اړخيزه توګه په بېلا بېلو ساحو کې يو له بل سره همکارۍ پياوړې کړې چې د چين او اروپا ترمنځ د همکارۍ لپاره ښه نمونه ګرځېدلې ده.

په سويس کې د چين لوی سفير ګنګ ون بينګ وويل چې په ۲۰۱۶ کال کې د چين او سويس ترمنځ د نوښت په تړاو د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ټينګې شوې چې دا د نوښت په نوم د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ لومړۍ دا ډول اړيکې دي. اوس مهال د چين او سويس ترمنځ اړيکې په تر ټولو ښه تاريخي پړاو کې دي چې ګټې يې د دوه اړخيزو اړيکو له يو لړ ابتکاري تدبيرونو څخه اخيستل شوې دي.هغه وويل د نوښت په تړاو د همکارۍ له لارې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادول يوه ښه مفکوره ده. د نوښت په تړاو د همکارۍ له لارې مونږ کولی شو چې د نړيوال چاپيريال پېچلي عواملو د زياتېدو په حال کې په دوامداره توګه نوی خوځنده ځواکونه زيات کړو او د نړيوال اقتصاد د دوامدار او ثابت پرمختګ د پرمخبيولو او د ګډو برياليتوبونو او پرمختګ لپاره هڅې وکړو.

هغه زياته کړه چې د چين حکومت به د ورخلاصون دروازه لاخلاصه کړي چې له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره لازيات فرصتونه برابر شي.چين غواړي چې له سويس سره د نوښت د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې لاټينګې کړي او ور سره په ګډه د انسانانو د ګډ برخليګ ټولنې د ابادۍ لپاره خپل خدمتونه وکړي.

په دې فورم کې برخه والو سويسي مېلمنو هم له چين سره د نوښت په تړاو د همکارۍ او د يادې ټولنې د ابادۍ په هکله خپل نظرونه څرګند او شريک کړل.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای