CRI Online

لي که چيانګ به د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د حکومتي مشرانو شورا په ۱۷مه غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 15:07:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر د ۱۱ مې نېټې په سهار د تاجکستان د صدراعظم قاهر رسول زاده، د هالنډ د لومړي وزير مارک روټي، د اروپايي شورا مشر ډونالډ توسک، د اروپايي ټولنې د کميټې مشر جيان کلاود جونکير او د بلژيک د لومړي وزير چارليس ميچيل په بېلا بېلو بلنو سره د ځانګړې الوتکې په وسيله له بېجينګ څخه لومړی تاجکستان ته د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د حکومتي مشرانو شورا په ۱۷مه غونډه کې ګډون وکړي او په رسمي توګه به له تاجکستان څخه ليدنه وکړي، او بيا به له هالنډ څخه رسمي ليدنه وکړي، ورپسې به د بلژيک په بروکسيل کې د اسيايي او اروپايي مشرانو په ۱۲ مه غونډه کې ګډون ولري او بلژيک ته به کاري سفر تر سره کړي.

د صدراعظم لي که چيانګ مېرمن چنګ هونګ، د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د چين د ملي ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د رئيس مرستيال او د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې مشر هه لي فنګ هم له نوموړي سره په دې سفر کې ملګري دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای