CRI Online

ډونالډ ټرمپ د امريکا د فدرالي زيرمې کميټې د ګټو د زياتوالي پر تګلارې سخته نيوکه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 15:19:32

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په لسمه نېټه د دغه هېواد د فدرالي زيرمې کميټې د پيسو پر تګلارې سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه تګلاره ډېره تنګه ده او دغه کميټه بيخي ليونۍ شوې. د ټرمپ دغه کړنه د امريکا د فدرالي زيرمې کميټې په استقلالي چارو کې د ولسمشر د لاسوهنې اندېښنې سبب شوې ده.

ټرمپ په همدې ورځ د پينسيلوانيا په ايالت کې يو فعاليت کې وويل چې اوس د امريکا د فدرالي زيرمې کميټې د پيسو تګلاره ډېره تنګه ده. هغه وويل چې دغه کميټه تيروتنې کوي او بيخې ليوانۍ شوې ده.

کله چې ټرمپ دغه خبره ويلې، په هغه ورځ باندې د امريکا د اسهامو بيې ډېرې ټيټې شوې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای