CRI Online

وانګ يي د کانادا د بهرنيو چارو له وزيرې کريستيا فريلاند سره ټلېفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 15:25:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۰ مه نېټه د کانادا د بهرنيو چارو له وزيرې کريستيا فريلاند سره ټلېفوني خبرې اترې وکړې.

کريستيا فريلاند د امريکا، مکسيکو او کانادا تر منځ د ازادې سوداګرۍ تړون په اړه معلومات د چين بهرنيو چارو وزير ته څرګند کړل،هغې وويلې چې د ازادې سوداګرۍ تړون بايد خلاص او جامع وي، په دې تړون کې نور همکاران بايد دفعه نه شي نو د امريکا، مکسيکو او کانادا تړون بايد د نورو هېوادونو حقونو ته زيانونه و نه رسوي. کانادا به د خپلو حالاتو سره سم د نورو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې وکړي. کانادا هيله لري چې د چين په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره د اصولو پر بنسټ د څو اړخيزې سوداګرۍ په ميکانيزم ټينګار وکړي او د سوداګرۍ له ساتنې غوښتنې سره مخالفت کوي. کانادا غواړي له چين سره د دوو هېوادونو تر منځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې پياوړې کړي او په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ تبادلې او همکارۍ زياتې کړي.

وانګ يي وويل چې چين تل د ازادې سوداګرۍ تينګ ملاتړ کوي، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په مرکز د څو اړخيزې سوداګرۍ ميکانيزم به وساتي او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې او دوه ګوني معيار له هر ډول کړه وړه سره مخالفت کوي. هېڅ داسې هڅه به تر سره نه شي چې د چين د عصري کېدو بهير مخه نيسي. هيله ده چې کانادا له چين سره د ازادې سوداګرۍ نړيوال سيستم وساتي او د چين او کانادا تر منځ د ازادې سوداګرۍ سيمې د جوړولو بهير پر مخ بوزي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای