د سين هوااژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې په اړوندو ښارونو کې د شينه اقتصاد د پرمختيا درېيمه غونډه د اکتوبر په نهمه نېټه د اطريش په پلازمينه ويانا کې د م م د صنعتي چارو د پرمختګ سازمان لخوا جوړه شوه. په غونډه کې ګډون کوونکو د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو او په راتلونکې کې د دواملرونکي پرمختګ لپاره د کوښښونو څرګندونه وکړه.
د نژدې نويو هېوادونو د ۱۸۸ ښارونو استازو په غونډه کې ګډون وکړ. د ياد سازمان عمومي مدير لي يونګ د غونډې د پرانيستلو په وخت کې وويل د دغې غونډې هدف د ملګرتيا اړيکو د پياوړتيا لپاره د تګ راتګ صحنې جوړول او د يو کمربند او يوې لارې په اړوندو ښارونو کې د صنعتي چارو د دواملرونکي پرمختيا هڅول دي. دغه غونډه به د پخوانيو تجربو پر بنسټ د واقعي لاسته راوړنو تر لاسه کولو ته پام واړوي.
د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د ويډيويي وينا په وسيله غونډې ته وويل د دواملرونکو او سمسورو ښارونو د ابادۍ لپاره د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو تر منځ همکارۍ تر سره کيږي او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په کې مهمه برخه ده.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |