CRI Online

روان کال په افغانستان کې په بېلا بېلو وسله والو نښتو کې څه دپاسه اته زرو ملکي خلکو ته مرګژوبلې اوښتې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 15:56:24

د سين هوااژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م ميشته مرستندويه ډلې يايوناما د اکتوبر په لسمه نېټه د يو نوي راپور په خپرولو سره وويل د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې د افغانستان په بېلا بېلو وسله والو نښتو او د زورزياتي په پيښو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۸۰۵۰ تنو ملکي خلکو ته مرګژوبلې اوښتې دي چې ۲۷۹۸ تنه وژل او ۵۲۵۲ تنه ټپيان شوي.

په راپور کې ويل شوي چې د بېلا بېلو ډولو وسله والو نښتو له امله د ملکي خلکو د مرګژوبلې حالت لا هم سخت دی چې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د مړه شويو ملکي خلکو شمير د تېر کال په پر تله زيات شوی او له ۲۰۱۴ کال وروسته په همدې موده کې تر ټولو زيات و.

په راپور کې ويل شوي چې په ننګرهار، کابل، هلمند او فارياب ولايتونه تر ټولو تر سخت اغيزمن وو. په تيره بيا په ننګرهار ولايت کې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د بېلا بېلو وسله والو نښتو له امله ۱۴۹۴ تنو ملکي خلکو ته مرګژوبلې اوښتې چې د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په نسبت دوه برابره زياته ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای