CRI Online

د چين سفارت له لوري د پوسټ نړيواله ورځ ونمانځل شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 16:02:58

د چين سفارت له لوري د پوسټ نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د اکتوبر نهمه نېټه د پوسټ له نړيوالې ورځې سره برابره وه. په افغانستان کې د چين په سفارت کې د چين او افغانستان د پوستي ټکټونو ګډ نندارتون ترسره شو. په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د چين سفير ليو جين سونگ او د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وزير شهزاد اريوبي په جلا جلا توګه ويناوې وکړې او له مېلمانو سره يې د دواړو هېوادونو له غوره پوسټي ټکټونو څخه ليدنې وکړې.

سفير ليو جين سونګ په خپلو خبرو کې يوه کيسه وويله چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې يو اورېدونکي چې نوم يې کوټوال دی، د دې څانګې کارکوونکو ته يو د شپږو مترو په اوږدوالی پيغام ليږلی او پکې يې ليکلي چې هغه له خپل ټاټوبي څخه په ليرې ځای کې ژوند کوي او د ژوند شرايط يې سخت دي، خو هغه تل د پښتو څانګې خپرونې اوري. هيله لري چې افغانستان به هم د چين په شان سمسوره شي. د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه د چين او افغانستان ترمنځ د دوستي پل دی. سفير ليو وويل، د دې کيسې اورېدو راباندې ډېر اغېز وکړ. اوس زموږ په ژوند کې ډېر لږ ليدل کېږي چې څوک پيغام ليکي، خو پيغامونه او پوستي چارې نه دي ورکې شوې، خو په بلې بڼې بدلې شوې دي. څرنګه چې د کسانو په منځ کې تبادلې ته اړتيا او د هېوادونو په منځ کې دوستي ته اړتيا شته.

سفير ليو وويل، د پوسټ د سږنۍ نړيوالې ورځې شعار دا و چې پوسټ د نړۍ لپاره ښکلا ليږدوي . راځئ چې سره يو ځای د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړيکو د لا ټينګښت لپاره هڅې وکړو(هیله).

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای