CRI Online

چين د کانادا د هغه دريځ ستاينه کوي چې وايي د امريکا، مکسيکو او کانادا ترمنځ تړون بايد د نورو هېوادونو قانوني حقونو او ګټو ته زيان و نه رسوي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 17:21:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په يوولسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين وايي د کانادا د هغه دريځ ستاينه کوي چې د امريکا، مکسيکو او کانادا ترمنځ تړون بايد د نورو هېوادونو قانوني حقونو او ګټو ته زيان و نه رسوي او کانادا به د خپلې پريکړې سره سم له نورو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې وکړي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې او د دوه ګوني معيار له هر ډول کړنې سره مخالفت کوي.

لو کانګ وويل، چين د دې ستاينه کوي چې د کانادا د بهرنيو چارو وزير کريستيا فريلاند د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره په تېلفوني خبرو کې په څرګنده توګه ويلي چې د امريکا، مکسيکو او کانادا ترمنځ تړون بايد د نورو هېوادونو قانوني حقونو او ګټو ته زيان و نه رسوي. چين تل پر ازادې سوداګرۍ ټينګار کوي او په دې نظر دی چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په مرکزيتوب څواړخيز سوداګريز ميکانيزم دې وساتل شي. نوموړي وويل، هيله لرو چې د بېلا بېلو سيمو د ازادې سوداګرۍ په ډول ډول ترتيباتو کې د ورخلاصون، شفافيت او جامعيت اصول پلي شي او د نړيوالې سوداګرۍ لپاره لا ازاد او اسان چاپيريال برابر شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای