CRI Online

زياتو هېوادونو د روم اعلاميه لاسليک کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 20:35:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو سوداګريزو چارو د پخلاينې فورم او د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو سوداګريزو چارو د پخلاينې مرکز د منځګړيتوب اصولو څېړنيزه غونډه د اکتوبر په لسمه نېټه په روم کې تر سره شوه. په دې غونډه کې له پوره بحثونو وروسته د روم اعلاميه لاسليک شوه چې دغه سند د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو تجارتي چارو د جوړجاړي لپاره مهم لارښوونکی ارزښت لري.

د يو کمربند او يوې لارې د خدمتي ميکانيزم مشرې وانګ لي په همدې ورځ په خپله وينا کې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو سوداګريزو چارو د پخلاينې مرکز د جوړېدو اصلي موخه دا ده چې د ختيځ د هوښيارتيا او د منځګړيتوب په اړه د نړيوالو تجربو د پيوستون له لارې يو هغه ميکانيزم او مرکز تاسيس کړي چې له نړيوالو قوانينو سره سمون ولري او د يو کمربند او يوې لارې په سوداګرۍ کې لانجې حل کولی شي.

د اسيا، اروپا، امريکا او افريقا د دوولسو هېوادونو د څه باندې شلو ارګانونو استازو په ګډه د روم اعلاميه لاسليک کړې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای