CRI Online

لي که چيانګ به د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د حکومتي مشرانو ترمنځ د شوراپه ۱۷مه غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 20:49:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ په ځايي وخت د اکتوبر د ۱۱مې نېټې له غرمې وروسته، د تاجکستان د صدراعظم قاهر رسول زادا په بلنه،په ځانګړې الوتکه کې د دوشنبې ښار نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د حکومتي مشرانو ترمنځ د شوراپه ۱۷مه غونډه کې به ګډون او له تاجکستان څخه به رسمي ليدنه وکړي. د لي که چيانګ مېرمن چنګ هونګ، د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کميټې مرستيال مشر او د پرمختګ او اصلاح کميټې مشر هه لي فنګ هم د چين له صدراعظم سره په دې سفر کې ملګري دي.

رسول زاده د حکومت د عالي رتبه چارواکو په مشرۍ په هوايي ډګر کې د دوی هرکلی وکړ او ورپسې يې تاجکستان په هوايي ډګر کې د لي که چيانګ او د ده د مېرمنې لپاره درانه مراسم تر سره کړل.

لي که چيانګ وويل، چين او تاجکستان ښه ګاونډي، دوست او د متقابلو ګټو پر بنسټ همکار هېوادونه دي. په ۲۰۱۷ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د تاجکستان ولسمشر امام رحمان روف سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو بدلې کړې وي. د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي اعتماد په دوامدار ډول ژور شوی او په بېلابېلو ډګرونو کې همکارۍ پياوړې شوې دي. هيله دا ده چې د دې ليدنې په وخت کې د تاجکستان له مشرانو سره د دوه اړخيزو اړيکو او په بېلابېلو ډګرونو کې د همکاريو په اړه د نظريې تبادله وکړي څو د چين او تاجکستان ترمنځ دوستي ژوره شي او د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره نور زيات برياليتوبونه تر لاسه شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای