CRI Online

د پورونو لومې يا د پرمختګ کېکونه؟

cri     (GMT+08:00) 2018-10-11 21:18:12

د امريکا مرستيال ولسمشر څو ورځې مخکې يوه وينا وکړه چې پکې يې په دې مناسبت پر چين نيوکه وکړه چې د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې اسيا، افريقا، اروپا او لاټيني امريکا ته د څو سوو مليارډو ډالرو په ارزښت د چين له خوا د ورکړل شويو پورونو له امله ځيني پرمختيايي هېوادونه د پورونو په لومه کې ښکېل شوي دي. هغه اعلان وکړ چې امريکا به د ځينو هېوادونو لپاره د چين پر ځای بل انتخاب برابر کړي.

په داسې حال کې چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک سختيږي، د ښاغلي پينس د وينا نيت څرګنده دی چې غواړي پر چين بې دليله تور ولګوي او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې کړي. ايا چين ځينې پرمختيايي هېوادونه د پورنو په لومه کې بند کړي او که نه؟

د پينس په قول سريلانکا هېواد د يو داسې بندر ( همبانتوتا بندر) له امله سخت پور وړی شوی چې د چين د دولتي تصدۍ له خوا جوړ شوی او تجارتي ارزښت يې شکمن دی، او بېجينګ پر ځايي حکومت فشار اچولی چې دغه نوی بندر چينايانو ته ورکړي، دغه بندر ښايي ژر د چيني سمندري ځواکونو يوه پوځي اډه وګرځي.

خو حقيقت دا دی چې د سريلانکا د مرکزي بانک د شمېرنې له مخې د چين لخوا د ورکړل شويو پورونو اندازه د سريلانکا په بهرنيو پورونو کې يوازې لس سلنه برخه نيسي او د ۶۱.۵٪ چيني پورونو ګټې يې د نړيوال بازار په پرتله ټيټې دي. په دې هکله د دې هېواد صدراعظم په علني وينا کې ويلي چې سريلانکا د چين د پورونو په لومه کې نه ده ښکېل شوې. د چيني تصدۍ او سريلانکا له خوا لاسليک شوی د همبانتوتا بندر د ادارې او پرمختګ تړون د سوداګريزو اصولو سره سم د برابرۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو خواوو ترمنځ همکاريزه پروژه ده او موخه يې دا ده چې دغه بندر په هند سمندر کې د مالونو د ليږد راليږد مرکز شي او د سريلانکا اقتصادي پرمختګ چټک شي. د اټکل له مخې، تر ۲۰۲۰ کال پورې به د نوموړي بندر ګټې د سريلانکا د حکومت په عايداتو کې ۴۰ سلنه برخه ونيسي او له ۷۰ زرو نه زيات کاري فرصتونه برابر کړي. د سريلانکا انټرنيت کاروونکو ويلي چې دغه پروژه ډېره ښه ده، زموږ په هېواد کې مثبت کار رامنځته شوی.

له سريلانکا پرته، د پاکستان، فيليپين، ونزويلا او جيبوتي په شمول هېوادونه د لويديځو خبري رسنيو په قول د چين په پورونو کې ډوب شوي دي. دغه هېوادونه يو ګډ ټکی لري چې دوی ټول له چين سره د يو کمربند او يوې لارې په اړه د همکارۍ هيله لري.

رښتيا دا ده چې د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د چين او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکاريزې پروژې ټول د پرمختګ کېکونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای