CRI Online

لي که چيانګ د قزاقستان له صدراعظم باقي جان ساګين تايف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 11:14:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر د يوولسمې نيټې په مازديګر په دوشنبه کې د قزاقستان له صدراعظم باقي جان ساګين تايف سره وکتل چې د شهانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د حکومتي مشرانو شورا په غونډه کې يې ګډون کړی دی.

له نوموړي سره په خبرو کې لي که چيانګ وويل چې چين او قزاقستان يو د بل باور وړ ګاونډي هېوادونه دي او د ګډو ګټو او برياليتوبونو پر بنسټ هر اړخيز ستراتيژيک همکاران هم دي.دواړه خواوې متقابل ثبات ، پرمختګ او سمسورتيا د ځاني پرمختګ ښه فرصتونه ګڼي. چين غواړي چې له قزاکستان سره يو ځای لوړ پوړی تګ راتګ وساتي ،د يو کمربند او يوې لارې په تړاو چيني وړانديز دې د روښانې لارې په نوم د قزاقستان له اقتصادي تګلارې سره يو ځای کړي،په توليدي چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نمونوي رول دې ولوبوي او د اوسنيو همکاريزو پروژو د پلې کولو ترڅنګ دې په پر له پسې توګه نوې همکاريزې ساحې پراخې کړي.هغه هيله وښودله چې دواړه خواوې د بندرونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي، سوداګريزه پيمانه زياته کړي او په ګډه څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم او خلاص نړيوال اقتصاد وساتي تر څو د دواړو هېوادونو خلک له لازياتو همکاريو څخه ګټې واخلي.

ساګين تايف وويل چې د قزاقستان او چين ترمنځ دوستانه اړيکې ټينګې شوې او دوه اړخيز سوداګريز ارزښت په پر له پسې توګه زيات شوی او توليدي همکاريزې پروژې هم په ثابت ډول پلې شوې دي. قزاقستان غواړي چې له چين سره د پرمختيايي ستراتيژۍ د غوره کولو لپاره همکاري وکړي،د قزاقستاني بندرونو د ښه والي لپاره دې هڅه وکړي او له قزاکستان څخه د تېرېدونکو مالونو اندازه او د کرهنيزو توليداتو صادراتي اندازه دې زياته کړي تر څو د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ برياليتوبونه تر لاسه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای