CRI Online

چين په سوداګريز اصطکاک کې متقابل تدبيرونه نيولي چې موخه يې د خپلو حقه حقونو ساتنه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 11:17:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې دا چې امريکا په دې وروستيو ورځو کې ويلي چې په سوداګريز اصطکاک کې د چين متقابل تدبيرونه د امريکا په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه وويل چې دغه تدبيرونه د خپلو ګټو او څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د ساتلو لپاره د چين عاقلانه پرېکړه ده او چين داسې کوم نيت نه لري چې د امريکا په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي په يوه نوبتي خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې امريکا ياد سوداګريز اصطکاک پيل کړی، خو چين غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاريز حالت وساتي او په دې سوداګريز اصطکاک کې برخه وانه خلي.د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو د سالم پرمختګ لپاره د چين اصلي هيله نه بدليږي او د خپلو حقه حقونو د ساتلو لپاره به د چين ټينګ هوډ هم بدل نه شي.

په دې هکله د امريکا لوري ويلي چې چين په ګواښ سره په سوداګريز اصطکاک کې پر امريکايي سوداګريزو مشرانو اغيزه کړې ده، وياند ګاو فنګ وويل چې چين تل د امريکايي تصديو او صنعتګرو هر کلی کوي او باور لري چې دوی په دې اړه خپله سمه نظريه لري.د امريکا له خوا د باداري لټولو او پر چين د فشارونو اچولو کړنې به هېڅ اغيز ونه لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای