CRI Online

د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د سوداګريزو مالونو صادراتي او وارداتي عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ اعشاريه ۹ زيات شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 11:24:07
د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د سوداګريزو مالونو صادراتي او وارداتي عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ اعشاريه ۹ زيات شوی دی

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د اکتوبر په ۱۲مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د سوداګريزو مالونو سوداګرۍ صادراتي او وارداتي عمومي ارزښت ۲۲۲۸۰ مليارډه يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ اعشاريه ۹ زيات شوی دی. په دې جمله کې صادراتي ارزښت ۱۱۸۶۰ مليارډو يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۶ اعشاريه ۵ زيات شوی ، او دغه راز وارداتي ارزښت يې ۱۰۴۲۰ مليارډه يوانه و چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۴ اعشاريه ۱ زيات شوی دی. د دې شمېرنې له مخې سوداګريز مثبت توازن ‍۱۴۴۰ مليارډه يوانه و چې د وارداتي ارزښت په پرتله د صادراتي ارزښت د زياتوالي انډول په سلو کې ۲۸ اعشاريه ۳ و.

دغه شمېرنه ښيي چې د روان کال په درېيمه ربعه کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۸۱۷۰ مليارډو يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په سلو کې ۱۳ اعشاريه ۸ زيات شوی چې پرمختيايي انډول يې د لومړيو دوو ربعو په پر تله چټک و.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای