CRI Online

مېرمن پنګ لي يوان د UNESCO د نجونو او ښځو د ۳مې دورې ښوونيزې جايزې د ورکولو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 13:10:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د تعليم، ساينس او کلتور سازمان يعنې UNESCO د نجونو او ښځو د ۳ مې دورې ښوونيزې جايزې د ورکولو مراسم د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د فرانسې په پلازمينه پاريس کې تر سره شول. د چين د دولت ريئس مېرمن او د م م د تعليم، ساينس او کلتور سازمان د نجونو او ښځو د ښوونې د پياوړتيا ځانګړې استازې پنګ لي يوان يادو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

مېرمن پنګ لي يوان په خپل پيغام کې يادو مراسمو او د سږنۍ جايزې ګټونکو د جامايکا صندوق د ښځو مرکز او د ميسر اکخېر صندوق ته مبارکي وويله. نوموړې په خپل پيغام کې زياته کړې چې د نجونو او ښځو ښوونيزې چارې ستر اهميت لري، نجونو او ښځو ته د زده کړو فرصت برابرول د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ د موخې د تر سره کولو مهمه برخه او تدبير دی. د م م د تعليم ، ساينس او کلتور سازمان د نجونو او ښځو ښوونيزې جايزه په دغه سترو چارو کې د لا زياتو کسانو د راحلبولو په برخه کې ځانګړی او مهم رول لوبوي. جايزې ګټونکي د برابرې ښوونې او د نجونو او ښځو د عمري هيلو پوره کولو کې ستر خدمتونه تر سره کړي دي. د دوی خدمت کېدونکې او نه ستومانه کېدونکې روحيې د احترام وړ دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای