CRI Online

د چين استازي د م م په عمومي اسامبلې کې له نړيوالې ټولنې څخه د څو اړخيزم د ساتلو او له نړيوالو امنيتي ننګونو سره د ګډې مقابلې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 16:02:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين پلاوي مشر او د بهرنيو چارو وزارت د پوځي کنترول ادارې مشر فو څونګ چې په نيويارک کې د م م په مقر کې د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې د لومړۍ کميټې په عادي بحثونو کې يې ګډون کړی، د اکتوبر په ۱۱مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې بايد د څو اړخيزم د ساتلو لپاره سره يو لاس شي او په ګډه دې له نړيوالو امنيتي ننګونو سره مقابله وکړي.

ياده کميټه په عمده توګه د بې وسلې کولو او د نړيوالو امنيتي چارو دندې پر غاړه لري. نوموړي په خپله وينا کې وويل چې اوسنۍ نړۍ له ستر پرمختګ او بدلون سره مخامخ ده . دا د نړيوالې ټولنې ګډ اواز دی چې سوله او همکارۍ غواړي ، نه جکړه او مقاومت .د دې ترڅنګ د سړې جګړې مفکوره او د زورواکي سياست د اوسنۍ زمانې له پرمختګ سره سمون نه لري او يو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتي کړنې يوازې له خنډونو سره مخ دي.نړيواله ټولنه باید د اصولو پر بنسټ نړيوال نظام وساتي .

هغه زياته کړه چې نړيواله ټولنه بايد د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې او د يوې دايمي سوله ييزې او امنيتي نړۍ د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.لومړی که نړيوال نظام وساتل شي، بايد په ټينګه سره د د م م د منشور د موخې او اصولو په مرکزيت نړيوال نظام وساتل شي او په ګډه، عمومي، همکاريزه او دواملرونکي امنيتې رويه او د مشورو او ډيالوګ له لارې خپلمنځي توپيرونه او اختلافونه لېری کړي او په امنيتي ساحه کې د بېلا بېلو هېوادونو ګټو ته پاملرنه وشي تر څو په ګرده نړۍ کې امنيت رامنځته شي. دوهم بايد پر نړيوالو اصولو ټينګار وشي او د اوسنيو نړيوالو اصولو واک دې وساتل شي او دوه ګوني معيارونه دې نه غوره کيږي. درېيم بايد د نړيوالې ادارې د پرمخبيولو لپاره هڅه وشي او په امنيتي ساحه کې له نوي حالت سره سم د ابتکاري مفکورې په کارولو سره مشورې او تبادلې پياوړې شي تر څو نړيوال امنيتي اداري سيستم په لا عادلانه ، معقوله او اغيزمنه لاره روان شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای