CRI Online

د چين او جاپان د تصديو خاوندانو او پخوانيو جګپوړو مامورينو ترمنځ د څلورم پړاو ډيالوګ په بېجينګ کې ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 16:19:25
د چين او جاپان د تصديو خاوندانو او پخوانيو جګپوړو مامورينو ترمنځ د څلورم پړاو ډيالوګ په بېجينګ کې ترسره شو

د چين او جاپان د تصديو خاوندانو او پخوانيو عالي رتبه مامورينو ترمنځ د څلورم پړاو ډيالوګ د اکتوبر په يوولسمه او دوولسمه نېټه په بېجينګ کې ترسره شو، په دغو خبرو اترو کې نږدې اووياوو ګډون کوونکو د اقتصاد د نړيوال کېدو او د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو جوړونې د هڅولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوښتي همکارۍ د پياوړتيا په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړې.

د چين او جاپان د خلکو ترمنځ د تبادلې د يو مهم ډګر په توګه، دغه ډيالوګ په ۲۰۱۵ کال کې د جاپان په پلازمينه توکيو کې پيل شو او ور پسې هر کال په نوبتي توګه په بېجينګ او توکيو کې ترسره کېږي. سږ کال د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستي تړون د لاسليکېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی. د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلوي مرکز مشر ځنګ پې يان په دغه ډيالوګ کې وويل، په دې وروستيو ورځو کې د چين او جاپان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې په ښه لوري روانې دي، د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ او معاملو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت يوولس اعشاريه دوه سلنه زيات شوی، په چين کې د جاپان مستقيمې پانګونې اته دېرش اعشاريه اوه سلنه زياتې شوې دي. جاپان ته د تلونکو چيني سيلانيانو شمېر پنځه مليونه اته لکه تنو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت اتلس اعشاريه اوه سلنه زيات شوی دی. هغه وويل، راتلونکي درې او پنځه کاله به د چين او جاپان د اړيکو د پرمختګ حساسه موده وي، دواړه هېوادونه بايد په بېلا بېلو برخو کې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو وګړيو ته لا زياتې ګټې ورسوي. ده وويل

((د چين او جاپان د خلکو ژوند او د مصرف عادت ورته والی لري، خو د دواړو هېوادونو د چارو د پرمختګ سويې بېلې دي، او انلاين نړيواله سوداګري د ګړندي پرمختګ په حال کې ده، د تقاضا او عرضې په برخه کې يو د بل کمښت پوره کول به لا هم اسان وي، نو فکر کوم چې دواړه خواوې د همکارۍ له لارې د مصرف کچې د لوړېدو له فرصت څخه ګټې اخيستلی شي. ))

برسيره پر دې، د ښاغلي ځنګ پې يان په اند، د ډيجيتل اقتصاد، چاپېريال ساتنې او د پاکې انرژۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ همکارۍ ستر پټ توان لري، دواړه خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې همکارۍ پياوړې کړي. هغه وويل

((چين د دې هر کلی کوي چې د جاپان تصدۍ د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې برخه ولري. چين او جاپان د نړيوال ارزښت په ځنځير کې بېل مقامونه او وړتيا لرونکې چارې لري، نو دواړه خواوې بېلا بېلې همکارۍ ترسره کولی شي. ))

د جاپان پخواني لومړي وزير ياسو فوکودا په خپلو خبرو کې وويل، جاپان او چين بايد د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکېدو څلوېښتمه کاليزه د يو نوي پيل په توګه وبولي او خپلمنځي نوې همکاريزې اړيکې دې ټينګې کړي. هغه وويل

((د اوسنۍ نړۍ د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ برياليتوبونه تر جګړو وروسته د سولې پر بنسټ موندل شوي دي. د دغو نړيوالو مقرراتو په چوکاټ کې د جاپان او چين په شمول اسيايي هېوادونو په عادي توګه پرمختګونه تر لاسه کړي، نو تر جګړو وروسته د نړيوالو مقرراتو ساتل د نړۍ، اسيا، جاپان او چين له ګټو سره سمون خوري، نو جاپان او چين بايد خپله دنده پر غاړه واخلي، د اوسنيو نړيوالو مقرراتو د ساتلو لپاره دې په ګډه کوښښونه وکړي. ))

د جاپان د يوې اقتصادي ډلې مشر نکانيشي هيرواکي د جاپان او چين ترمنځ د همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ او و يې ويل، د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا به د اسيا او حتی د نړۍ د سمسورتيا او سولې لپاره اغېزمن خدمتونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای