CRI Online

امريکا لا هم د چين دوهم لوی سوداګريز همکار دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 16:40:23

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې وياند لي کوي ون د اکتوبر په ۱۲ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د مالوماتو له مخې د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې له امريکا سره د چين عمومي وارداتي او صادراتي ارزښت ۳۰۶۰ بيليارډو يوانو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۶.۵ سلنه زياتوالی موندلی او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې يې ۱۳.۸ سلنه برخه نيولې ده. امريکا لا هم د چين دوهم لوی سوداګريز همکار دی. په دې جمله کې امريکا ته د صادر شويو چيني توليداتو عمومي ارزښت ۲۲۷۰ بيليارډو يوانو ته رسيدلی دی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۷.۴ سلنه زياتوالی موندلی او د چين له خوا د وارد شويو امريکايي توليداتو عمومي ارزښت ۷۹۸ بيليارډو او ۱۳۰ مليونو يوانو ته رسيدلی دی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳.۸ سلنه زياتوالی ښيي. په سپتمبر مياشت کې له امريکا سره د چين عمومي وارداتي او صادراتي ارزښت ۴۰۵ بيليارډو ۵۴۰ مليونو يوانو ته رسيدلی چې دا د تېرې اګست مياشتې په پرتله ۱۳.۱ سلنه زياتوالی ښيي. په دې جمله کې امريکا ته د صادرشويو چيني توليداتو عمومي ارزښت ۳۱۹ بيليارډو ۳۱۰ مليونو يوانو ته رسيدلی چې د تېرې اګست مياشتې په پرتله ۱۶.۶سلنه زياته شوی او له امريکا څخه د وارد شويو توليداتو عمومي ارزښت ۸۶ بيليارډو ۲۳۰ مليونو يوانو ته رسيدلی چې د تېرې اګست مياشتې په پرتله يې ۱.۶ سلنه زياتوالی موندلی دی.

هغه زياته کړه چې چين او امريکا يو د بل د سوداګريز جوړښت بشپړولای شي، د دواړو هېوادونو په بازارونو کې ته زه لري او زه ته لرم. چين پوره صنعتي ځنځير او قوي توليدي توان لري، امريکا ډېر زيات چيني توليدات غواړي.(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای