CRI Online

د مصر پوځي محکمې پر کليسا د ترهګريزو بريدونو په تړاو پر ۱۷ وسله والو د اعدام حکم وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 16:41:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مصر يوې پوځي محکمې د اکتوبر په ۱۱ مه نېټه په دغه هېواد کې پر يوې کليسا د ترهګريز بريدپه تړاو پر ۱۷ وسله والو د اعدام حکم وکړ، ۱۹ تنه يې په ابدي بند محکوم کړل او ۱۰ تنه يې له ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو پورې په تنفيزي بند محکوم کړل.

تاييد شوي چې ياد وسله وال له داعش ډلې سره تړاو لري، دوی ټولو د کليسا پر ضد په دريو بريدونو کې لاس درلود. يادو ترهګرو د ۲۰۱۶ کال په دسمبر د مصر په پلازمينه قاهره کې پر يوې کليسا بريد وکړ چې له امله يې ۲۵ تنه ووژل شول او د ۲۰۱۷ کال په اپريل کې په اليکسندر او تانتار کې پر دوو کليساوو بمي بريدونه وکړل چې له امله يې ۴۵ تنه وژل شوي وو. د دغو پېښو مسوليت داعش پر غاړه اخيستی و.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای