CRI Online

"د معاملې هنر " څنګه د نړيوالې ودې لار ځلوي؟

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 19:50:44

د پيسو نړيوال صندوق (ای ام اېف) د نړيوال اقتصاد لرليد په نوم رپوټ کې د ۲۰۱۸ کال او ۲۰۱۹ کال لپاره د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينې له ۳.۹٪ څخه ۳.۷٪ ته راټيټې کړې او ويلي يې دي چې په داسې چاپيريال کې چې پاليسۍ ډېرې روښانه او ثابتې نه دي، سوداګريز خطرونه د نړيوال اقتصاد پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه ګرځېدلې ده. د ای ام اېف مشر کريستين لاګارد د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو څخه غوښتنه کړې چې د نړيوال سوداګريز سيستم د ترميمولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي او خراب يې دې نه کړي.

څو ورځې مخکې د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس په واشينګټن کې د يوې وينا پر مهال د چين پر ۲۵۰ مليارډ ډالري توليداتو د مالياتو لګولو يادونه وکړه او ويې ويل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ښکاره کړې چې که يوه عادلانه او متقابله ګټوره هوکړه ونه شي،نو امريکا به پر چيني توليداتو لازيات ماليات وضع کړي.

د يادو دواړو خواوو د څرګندونو په پرتله کولو سره هغو پوښتنو ته ځوابونه پيدا کيږي،يعنې څوک د ای ام اېف په نظر د پاليسيو د ناثبات سبب دی؟ څو د سوداګريزو خطرونو رامنځته کوونکي حتی د نړيوال سوداګريز سيستم خرابوونکي دي؟

واشنګټن د امريکا هغه کړنه چې د مالياتو لګولو د ګواښولو ترڅنګ اړونده هوکړه اعلانوي، "د امريکا لومړی" موخې د پوره کولو لپاره لازمه لار بللې. د دا ډول معاملې هنر د امريکا ملګري هم ناراضه کړي.

د جولای په ۲۵ مه نېټه امريکا او اروپايي ټولنې د سوداګريز اصطکاک په حل وفصل هوکړه اعلان کړه. خو د بريټانيا ګارډين ورځپاڼې په خپله تبصره کې وويل،چې ټرمپ د باور وړ معامله کوونکی نه دی. حقيقت همداسې دی،ټرمپ د اګست په وروستيو ورځو کې وويل، چې امريکا به د اروپايي ټولنې پر هر يو موټر ۲۵٪ ماليات واخلي.

د جون په نهمه نېټه ټرمپ په کاناډا کې د اوو هېوادونو د سرمشريزې غونډې د ګډې اعلاميې له خپرېدو وروسته څرګنده کړه چې امريکايي استازي د دغې ګډې اعلاميې ملاتړ نه کوي.

دغه راز ټرمپ د فولادي او المونيمي توليداتو د تعرفې لګولو په ليست کې جاپان شامل کړ او ورپسې يې ګواښ کړی چې تر دې چې جاپان راسره دوه اړخيز سوداګريز تړون لاسليک کړي نه دي، د جاپان پر موټرو به ماليات له ۲.۵٪ څخه ۲۵٪ ته لوړ کړي.

مايک پنس په خپله يوه وينا کې ويلی و چې د امريکا د رهبري رول به د نړيوالې ودې لار وځلوي. خو امريکا پر خپلو ژمنو نه ده ولاړه او وخت نا وخت يې پر خپلو همکارانو فشارونه لګولي، نو دغه هېواد څنګه د نړيوالې ودې لار ځلوي؟ که دا هېواد پر وخت سمې لارې ته رانه شي، نړۍ به له زياتو بې ثباتيو او نامعلوم برخليک سره مخ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای