CRI Online

ښايي يوه ورځ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو په منځ کې د ازادې سوداګرۍ سيمه جوړه شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-10-13 16:17:13

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د صدراعظمانو شورا ۱۷مه غونډه د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پای ته ورسېده. بېلا بېلو برخه والو تر دې غونډې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد د څواړخيزې سوداګرۍ نظام وساتي او د يواړخيزم او سوداګري ساتې غوښتنې له هر ډول کړنې سره به مخالفت وکړي. دا د څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ د خوندي ساتلو په غرض د شانګهای همکارۍ سازمان يو ځل بيا ټينګه او واحده څرګندونه ده.

د روان کال په جون مياشت کې د شانګهای همکارۍ سازمان چينګداو سرمشريزې غونډې د خپلو غړيو هېوادونو په منځ کې د سوداګريزو اسانتياوو د برابرولو په باره کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کې غوښتنه شوې چې په ګډو هڅو سره د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اړوندو قواعدو پر بنسټ د څواړخيزې سوداګرۍ نظام وساتي او دغه خبره تکرار شوې چې مختلفې خواوې د سوداګرۍ د اسانولو لپاره خپلمنځي همکارۍ ته د دوام ورکولو نيت لري. ۴ مياشتې وروسته د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو صدر اعظمانو يو ځل بيا په ډله ييزه توګه پر دې موضوع ټينګار وکړ چې د بېلا بېلو غړيو هېوادونو ګډ دريځ ترې څرګندېږي.

په دوشنبې کې د روسيې د صدر اعظم ديميتري مدويديف په شمول څو تنو مشرانو د ځينو هېوادونو لخوا پر سوداګرۍ ساتونکو کړنو، يواړخيزو بنديزونو حتی د سياسي غصبولو نيوکې وکړې. له دې څخه څرګندېږي چې د شانګهای همکارۍ سازمان له سوداګري ساتې غوښتنې سره د مخالفت او د څواړخيزم د ساتلو په برخو کې ورځ په ورځ مهم رول لوبوي.

د پام وړ خبره دا ده چې د چين صدر اعظم لي که چيانګ په دغه غونډه کې وړانديز وکړ چې د شانګهای همکارۍ سازمان دې د ازادې سوداګرۍ سيمې پر جوړولو څېړنه وکړي او د سيمې دننه د اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا لپاره دې ګام په ګام ښه ترتيتبات جوړ کړي. د يادې غونډې په ګډه اعلاميه کې دغه وړانديز ته څرګند ځواب ورکړل شوی او بېلا بېلې خواوې ادعا کوي چې د سوداګرۍ او پانګونې د اسانولو لپاره به هڅې وکړي تر څو سوداګريز توکي، سرمايې، خدمتونه او تخنيکونه په ازاده توګه دورې ووهي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکي پرمختګ له لحاظه د ازادې سوداګرۍ سيمې د جوړولو لپاره څو بنسټيز شرطونه اوس چمتو شوي دي. لومړی، په سياسي برخه کې د بېلا بېلو غړيو هېوادونو ترمنځ ښه متقابل باور شتون لري. دوهم، د اقتصادي همکارۍ د اوسني حالت له مخې، بېلا بېل غړي هېوادونه د ازادې سوداګرۍ او د سيمه ييزې همکارۍ ګټه رسوونکي يا ټينګ ملاتړ کوونکي دي. درېيم، پرته له ازبکستان نه نور غړي هېوادونه ټول د سوداګرۍ نړيوال سازمانن غړي دي چې د سوداګريزو قواعدو ډېر نژدې سيستمونه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای