CRI Online

لي که چيانګ د افغانستان له اجراييه رئيس عبدالله عبدالله سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-13 17:11:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اکتوبر د ۱۲ مې نېټې په ماسپښين، د چين صدراعظم لي که چيانګ د تاجکستان په پلازمينه دوشنبې کې د افغانستان له اجراييه رئيس عبدالله عبدالله سره وکتل.

له نوموړي سره په خبرو کې لي که چيانګ وويل، چې چين او افغانستان دوديز دوستانه ګاونډي هېوادونه دي، دواړو هېوادونو تل يو د بل پوهاوی کړی، يو پر بل يې اعتماد کړی او يو له بل څخه يې ملاتړ کړی او کوي يې. چين به په ټينګه سره د افغانستان په اړه دوستانه تګلارې غوره کړي، هيله ده چې په افغانستان کې د امنيت حالات ښه شي تر څو د افغانستان د پرمختګ لپاره د سولې او ثبات چاپيريال جوړ شي.

لي که چيانګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چي چين به په مداومه توګه له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي چې د هېواد امنيت او ثبات وساتي او د افغانانو تر لارښوونې او ادارې لاندې د سياسي پخلاينې بهير پر مخ بوزي. چين غواړي په دغه بهير کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي. چين هيله لري چې له افغانستان سره د ترهګرۍ پرضدهمکارۍ پياوړې کړي، افغانستان ته روزنيزې مرستې برابرې کړي، د چين، افغانستان او پاکستان تر منځ درې اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي تر څو سيمه ييزه سوله او ثبات پر مخ بوزي.

عبدالله وويل،چې چين د افغانستان ښه دوست دی. افغانستان د اوږدې مودې لپاره د چين له دايمي ملاتړ څخه مننه کوي. چين په فعاله توګه د افغانستان بيارغونې او پخلاينې په بهير کې ګډون کوي او د افغانستان پرمختيا او سمسورتيا ته يې ښه بنسټ جوړ کړی دی. افغانستان غواړي له چين سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخيزې همکارۍ کې فعال ګډون وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای