CRI Online

د جرمني په فرانکفورټ کې د کتابونو ۷۰ مې دورې نندارتون پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2018-10-15 14:10:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني په فرانکفورټ کې د کتابونو ۷۰مې دورې نړيوال نندارتون د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه د جرمني په فرانکفورټ کې پای ته ورسيد.

د دې دورې نندارتون ځانګړی مېلمه هېواد ګرجستان و.

د مالوماتو له مخې، ۲۸۶ زرو لوستونکو په دې نندارتون کې ګډون کړی و او د تېر کال په پرتله يې د لوستونکو شمېر لږ څه زيات شوی و خو د سوداګريزو شرکتونو شمېر پکې کم شوی و.

د جرمني په فرانکفورټ کې د کتابونو نندارتون په نړۍ کې د کتابونو تر ټولو لوی نندارتون دی، له ۱۹۷۶ کال څخه پکې يو ځانګړی مېلمه غوره کېږي او چين په ۲۰۰۹ کال کې د ځانګړی مېلمه هېواد دنده پر غاړه دلودلې وه. سږ کال ۱۲۰ د چاپ چيني شرکتونو په دغه نندارتون کې ګډون کړی و، د چين کتابونه او د ليو څي شين او مۍ جيا په شمول د چيني ليکوالو د بېلا بېل کتابونه د شرکتونو او بهرنيو لوستونکو لخوا تور هرکلي سره مخ شول.

د جرمني په فرانکفورټ کې د کتابونو راتلونکی د ۷۱ مې دورې نندارتون به د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر له ۱۶ مې نيټې څخه تر ۲۰ مې نيټې پورې جوړ شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای