د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ۲۰۱۸ کال لپاره د ويتنام او چين ترمنځ د نړيوالې سوداګرۍ نندارتون به د نومبر له لومړۍ نيټې څخه تر نهمې نيټې پورې د ويتنام د لانګسون په سوداګريز مرکز کې تر سره شي چې عمده مضمون يې د همکارۍ له لارې د ګډ پرمختګ موندل دي.
خبريال د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د دې نندارتون له تشکيلاتي کميټې څخه خبر اخيستی چې د اټکل له مخې شاوخوا دوه سوه تصدۍ او اړوند سازمانونه به په دې نندارتون کې برخه واخلي او ۲۴۰ غرفې به جوړې کړي.دغه نندارتون د ۲۰۱۸ کال لپاره د دې هېواد د سوداګرۍ پرمخبيولو د پلان په چوکاټ کې يو مهم فعاليت ګڼل کيږي او د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ د سوداګريز تګ راتګ ، پانګونې او همکارۍ لپاره به ښه ډګر برابر کړي.
د خبر له مخې د ياد نندارتون په موده کې به د توليداتو د ښودلو، د سوداګرۍ پرمخبيولو، د خلکو د هنري تبادلې او د سوداګريزو تړونونو د لاسليکولو مراسمو په ګډون فعاليتونه تر سره شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |