د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو کابينې د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه هغه پروژه تصويب کړه چې د اردن سيند په لويديځه غاړه هېبرون ښار کې د يهوديانو لپاره د استوګنې يوه نوې سيمه جوړوي او ور ته يې ۶۱ ميلونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د مالوماتو له مخې، دا د تېرو ۱۶ کلونو راهيسې د اسرائيلو لخوا لومړی ځل دی چې په هېبرون کې د يهوديانو لپاره د استوګنې نوې سيمه جوړوي. دغه سيمه د اسرائيلو په يوه پخوانۍ پوځي اډه کې ده او د هېبرون د عمده لارې پر غاړه پرته ده. د دغې استوګنې سيمې د جوړونې کارونه به د حکومتي بودجې څخه د پېسو تر لاسه کولو وروسته پيل شي. په دغه استوګنې سيمه کې ۳۱ کورونه شته او د وړکتون په شمول ځينې عامه بنسټونه هم پکې شتون لري.
د فلسطين او اسرائيل تر منځ په ۱۹۹۷ کال کې لاسليک شوې د هېبرون مسئلې په اړه د تړون سره سم، د هېبرون ښار ۸۰سلنه سيمه د فلسطين لخوا کنتروليږي او نور ۲۰سلنه برخه د اسرائيلو لخوا کنتروليږي. اوس شاوخوا ۲ مليونه ۲۰ زره فلسطينيان او زر يهوديان په هېبرون کې اوسېږي.
د يهوديانو د هستوګنځايونو مسئله د فلسطين او اسرائيل تر منځ په خبرو اترو کې يو لوی خنډ دی. فلسطين تل پر دې ټينګار کوي چې که اسرائيلو په پوره توګه د يهوديانو استوګنې سيمو له جوړولو څخه لاس واخلي، فلسطين به د سولې بهير بيا پيل کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |