CRI Online

د نندارتون طرحه کوونکي، د هنرمندانو او نندارچيانو ترمنځ د ارتباط پول

cri     (GMT+08:00) 2018-10-15 17:11:37
د نندارتون طرحه کوونکي، د هنرمندانو او نندارچيانو ترمنځ د ارتباط پول

په دې وروستيو کلونو کې په چين کې بېلا بېل نندارتونونه ترسره کېږي چې له امله يې يو نوی کار رامنځته شوی، داسې چې د نندارتون طرحه کوونکو په دغو نندارتونونو کې مهم رول لوبولی او د ټولنې لخوا يې هر کلی شوی.

ښاغلي يانګ شياو بو له ماشومتوب څخه نقاشي زده کړې او په پوهنتون کې د ده مسلک ډيزاين و. نوموړی تر فارغېدو وروسته په يو هنري شرکت کې پر دنده وګومارل شو. هغه د خپل کار په تفريح وخت کې د هنري برخې د ملګرو لپاره سرچينې پيدا کولې او د نندراتونونو د جوړولو لپاره يې ورسره مرستې کولې. په دې ترڅ کې ده د نندارتون طرحه کولو دندې ته خپل پام واړاوه. يانګ شياو بو په دې کار کې د خپلې پوهې په ډېرېدو سره پرېکړه وکړه چې په شرکت کې له خپلې دندې څخه استعفا وکړي او د نندارتون د يو طرحه کوونکي په توګه کار پيل کړي. هغه زموږ خبريال ته وويل

(( د نندارتون له طرحه کولو څخه موخه پر هنري نندارتون د پوهېدلو لپاره له نندارچيانو سره مرسته کول دي. نندارچيان يو هنري ترجمان ته اړتيا لري، څرنګه چې د هنرمندانو لخوا د هنر څرګندېدو طريقې ډېرې شخصي ځانګړتياوې لري. خو دغه ترجمان يې نندارچيانو ته په پوره توګه نه تشريح کوي، خو زه هغوی ته د هنرمندانو او د دوی پر اثارو د پوهېدلو لپاره يو بل چانس برابروم.))

د نندارتون طرحه کولو کار د تېرې پېړۍ په اوويايمه لسيزه کې په لوېديځو هېوادونو کې رامنځته شوی او دوی په لومړي سر کې په هنري موزيمونو کې د ساتل شويو اثارو څېړونکي ګڼل کېدل، د دوی مقصد دا وو چې دغه اثار د دوی لخوا په منظمه توګه نندارچيانو ته وښودل شي. ور پسې د نندارتون طرحه کوونکو ته د ډېرو لويو نندارتونونو د جوړېدو لپاره هم بلنه ورکړل شوې. د چين د هنري پوهنځي مشر فان دي ان زموږ خبريال ته وويل، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو په پلې کېدو سره، د هنر جوړونې په برخه کې د چينايانو توليدي توان هم لوړ او پياوړی شوی، نو د نندارتون د طرحه کوونکو دنده په چين کې هم دود شوې ده. هغه وويل

(( په تېره اوږده موده کې په چين کې هنري بڼه يوازينۍ وه، په ۱۹۷۸ کال کې د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې تر پلې کېدو وروسته، پر هنرمندانو باندې لګول شوي بنديزونه لغوه شول، په ټولنه کې ګام په ګام د هنري کارونو د درناوي فضا هم رامنځته شوې. په دې موقع کې د لوېديځو هېوادونو د هنري ډلو نظريې هم چين کې دود شوې او د چين هنرمندان د نړۍ د هنري ډګر رنګارنګ حالت ليدلی شي. ))

د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د چين په هنري ساحه کې د نندارتون طرحه کوونکي رامنځته شول، مخکې نندارتون د يو سازمان لخوا جوړ شو، اوس د طرحه کوونکو لخوا د نندارتونونو طرحه کېدل او جوړېدل مخ پر ډېرېدو دي. د چين د هنري پوهنځي د مشر فان دي ان په اند، د نندارتون د طرحه کوونکو له رامنځته کېدو څخه نه يوازې د چين د ننداري چارو اصلاح ښکاري، بلکې په چين کې يې هنري جوړونې ته نوی حياتي ځواک برابر کړی. هغه وويل

((کله چې د نندارتون طرحه کوونکی يو عنوان وړاندی کوي، يعنې د هنري جوړونې د اوسني حالت په اړه يې څېړنه او قضاوت کړی دی. د دغو طرحه کوونکو له کبله، په چين کې هنري نندارتونونه د متنوع کېدو په حال کې دي. د طرحه کوونکو د فکرونو له امله، هنرمندانو هم په خپلو اثارو کې د واقعي حالاتو په اړه نظرونه زيات کړي، نو د دوی اثار به لا زياتې شخصي ځانګړتياوې ولري. ))

له څه باندې شلو کلونو راهيسې، په چين کې د نندارتون د طرحه کېدو چارو په پرمختګ او پخېدو سره، د نندارتون د طرحه کوونکو د دندې بڼه هم له ناڅرګندې څخه په څرګندې بدله شوې او دغه دنده د نندارچيانو لخوا د منل کېدو په حال کې ده. ويل کېږي چې د نندارتون طرحه کوونکی د هنرمندانو او نندارچيانو ترمنځ د ارتباطو پول دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای