CRI Online

نوي ډيلي کې د چين او هند لخوا د افغان ډيپلوماتانو د روزلو پروګرام پرانيستونکی مراسم ترسره شول

cri     (GMT+08:00) 2018-10-15 21:19:14

د چين او هند لخوا په ګډه د افغان ډيپلوماتانو د روزلو پروګرام پرانيستونکی مراسم د اکتوبر په ۱۵ مه نېټه د هند په پلازمينه نوي ډيلي کې د بهرنيو خدماتو انسټيټيوټ کې ترسره شول او په هند کې د چين لوی سفير لوه جاو هوی، د هند د بهرنيو خدماتو انسټيټيوټ مشر جې اېس موکول، په هند کې د افغانستان د سفارت لنډمهالي شارژدافير محمد خيرالله ازاد په جلاجلا توګه په يادو مراسمو کې د درېواړو هېوادونو د بهرنيوچارو وزيرانو د مبارکۍ پيغامونه ولوستل او ويناوې يې وکړې.

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مبارکۍ په خپل پيغام کې د ياد پروګرام د پيل په اړه مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې افغانستان د سيمې مهم هېواد دی. پدې وروستيو کلونو کې افغان حکومت او خلکو د نړيوالې ټولنې په زيات ملاتړ د هېواد ثبات او پرمختګ د هڅولو برخو کې مهم برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. چين او هند تل په فعاله توګه د افغانستان د سوله ييزې بيارغونې له بهير څخه ملاتړ کړی او کوي يې. روان پروګرام نه يوازې د چين، هند او افغانستان د ګډې همکارۍ د رسمي پيل ښکارندويي کوي، بلکې له افغانستان سره يې د نړيوالې ټولنې د مرستو يوه مهمه برخه هم جوړه کړې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د مبارکۍ په خپل پيغام کې ويلي، له دغه پروګرام څخه په اړوندو مسئلو کې د چين او هند رهبري څرګنديږي. په اوسنۍ نړۍ کې بېلابېل هېوادونه يو له بل څخه نه شي جدا کېدای او د خپلمنځي پوهاوي د زياتېدو لپاره دوه يا څو اړخيزې همکارۍ په کار دي. له افغانستان سره د چين او هند همکارۍ چې د رئيس شي جين پينګ او صدراعظم ناريندرا مودي د وړانديز له مخې پيل شوي،د بېلابېلو خواوو د ګډو نظرونو د زياتېدو او د سيمه ييز چاپيريال د ښه والي لپاره ګټه لري.

د درېواړو هېوادونو د ګډې پرېکړې له مخې افغان ډيپلوماتان به د اکتوبر له ۱۵ مې تر ۲۶ مې نېټې پورې په هند کې وروزل شي او د نومبر له ۱۸ مې د ديسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به چين کې وروزل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای