CRI Online

په پاکستان کې د چين لوی سفير د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-16 09:59:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دې هېواد له ولسمشر عارف علوي سره وکتل.

ياو جينګ وويل چې چين او پاکستان يو د بل هر اړخيز ستراتيژيک همکاران دي .چين تل له پاکستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له پاکستان سره ديپلوماتيکو اړيکو ته لومړيتوب ور کوي.د پاکستان نوی حکومت تر جوړېدو وروسته د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره ډېرې هڅې کړې، چين هيله لري چې د ولسمشر علوي او نوي حکومت تر مشرۍ لاندې پاکستان نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.دغه راز د چين حکومت له پاکستان سره د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هلې ځلې کوي او غواړي چې په فعاله توګه دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي .

علوي وويل چې د پاکستان او چين ترمنځ اړيکې نژدې او ټينګې شوې دي. په ۲۰۱۵ کال کې رئيس شي جين پينګ له پاکستان څخه رسمي ليدنه کړې وه چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پرمختګ کې ډېره مهمه مرحله وه او له دې امله يې دغه اړيکې لا ټينګې شوې دي.د پاکستان نوی حکومت له چين سره اړيکې د خپلو ديپلوماتيکو تګلارو بنسټ بولي او د يو چين پر پېژندلو ټينګار کوي ، نو هيله لري چې له چين سره ستراتيژيکې همکاري او تبادلې پياوړې کړي او د دواړو خواوو ګډې ګټې وساتي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای