CRI Online

د بريټانيا صدراعظمه باور لري چې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو په اړه تړون به لاسليک شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-16 11:32:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا صدراعظمې ترېسا مې د اکتوبر په ۱۵مه نېټه وويل چې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو په هکله د خپل هېواد او دغې ټولنې ترمنځ په خبرو اترو کې ډېر رښتينی پرمختګونه تر لاسه شوي، که څه هم وخت لږ دی، خو هغې باور وښود چې په دې اړه يو تړون به حتما لاسليک شي.

نوموړې په همدې ورځ د بريټانيا د استازو په جرګه کې وويل چې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانياد وتلو په هکله خبرې اترې وروستي پړاو ته داخلې شوې دي.په تېرو څو اوونيو کې بريټانيا او اروپايي ټولنې له دې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو په هکله رښتينی پرمختګونه موندلي دي. ترېسا مې په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې بريټانيا د اروپايي ټولنې هغه وړانديز نه مني چې له دې ټولنې څخه د وتلو په لنډمهالي موده کې شمالي ايرلنډ په اروپايي ګډ بازار او د دې ټولنې د ګمرکي مالياتو په ټولنه کې پاتې شي.د بريټانيا په نظر داسې يوه کړنه به د خپل هېواد د حاکميت بشپړتيا زيانمنه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای